
مرسته د رضاکارانه راستنیدو او بیا یوځای کیدو سره
د رضاکارانه راستنیدو او بیا یوځای کیدو پروګرام (AVRR) له لارې، IOM تاسو سره مرسته کوي چې خپل اصلي هیواد ته بیرته ستانه شئ.
برنامه به یوازې د بیرته راستنیدو سره مرسته وکړي که چیرې دا خوندي وي. د IOM سره د خپلې قضیې په اړه وګورئ.
تاسو کولی شئ د مرستې رضاکارانه راستنیدو او بیا یوځای کیدو لپاره غوښتنه وکړئ که تاسو:
- تاسو په بلغاریا کې د اړینو قانوني اسنادو پرته استوګن یاست
- په بلغاریا کې ستاسو قانوني پاتې کیدل پای ته رسیدلي
- تاسو نور نه غواړئ په بلغاریا کې پاتې شئ، حتی که تاسو یو کډوال یاست چې نړیوال خوندیتوب ترلاسه شوی وي
- ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنه په جریان کی وی او یا رد شوې وی
- تاسو په داوطلبانه توګه د پناه غوښتنې غوښتنلیک بیرته اخیستی دی
د AVRR پروګرام د لاندې سره مرسته کوي:
- د سفر اسناد ترلاسه کول
- د الوتنې ټکټونه اخیستل او د سفر لپاره ځینې پیسې ورکول
- د الوتنې د مسافر په توګه په خوندي ډول سفر کول
- د سفر په جریان کې ستاسو ملاتړ کول او تر کله چې تاسو خپل اصلي هیواد ته ورسیږئ
تاسو به ځانګړې مرسته ترلاسه کړئ که تاسو د قاچاق قرباني یاست، یو نابالغ کوچنی یا یو واحد مور او پلار، یا که تاسو طبي مرستې ته اړتیا لرئ.
مرسته د انساني قاچاق د ژغورلو لپاره
د انسان قاچاق هغه وخت دی چې یو څوک د زور، تهدید، فریب یا ورته طریقې څخه کار اخلي ترڅو یو شخص د کار کولو، جنسي استحصال، ګدایی کولو یا جرم کولو لپاره مجبور کړي.
د انساني قاچاق قربانیان کیدای شی ښځي وی یا ماشومان وی او یا هم د هر عمر نارینه وي.
تاسو ممکن د انساني قاچاق په حالت کې یاست که:
- تاسو مجبور یاست چې هغه څه وکړئ چې تاسو یې نه غواړئ
- تاسو سره کیدای شی ناوړه چلند شوی وی، وهل شوی یاست او/یا شکنجه در سره شوی وی.
- کیدای شی تاسو سره ستاسو د ارادې خلاف لمس شوي
- کیدای تاسو اسیران نیول شوی یاست او جلا یاست، یا د څارنې لاندې ساتل کیږئ
- ستاسو اسناد پرته له چارواکو بل چا له تاسو څخه واخیستلی وی
- کیدای شی تاسو پلورل شوي او اخیستل شوي یاست
- تاسو کیدای شی غلامان یاست
که تاسو د دې حالتونو څخه کوم یو پیژنئ، د مرستې لپاره IOM ته زنګ ووهئ یا لیدنه وکړئ:
- پیژندنه او مرسته د انساني قاچاق د قربانیانو لپاره
- رواني ملاتړ
- حقوقی مشوره ورکول
- طبي مرسته
- ټولنیز ملاتړ
- ستاسو اصلي هیواد ته د کورنۍ د بیا یوځای کیدو یا داوطلبانه راستنیدو په اړه مشوره ورکول
- د بیا یوځای کیدو مرسته
نورو خدماتو ته راجع کول پشمول د بحران او سرپناه استوګنځي.
حقوقي، ټولنیز او رواني ملاتړ
- قانوني مشوره ورکول
- ټولنیز ملاتړ
- رواني مشوره ورکول
- د خدماتو لپاره راجع کول
- خدماتو ته ترانسپورت (ټولنیز خدمتونه، روغتونونه، د ډاکټرانو / متخصصینو لیدنه، او داسی نور) او د دې لیدنو په جریان کې ژباړه (ترجمه) (دا خدمت د اړتیاو د ارزونې پراساس چمتو کیږي)
IOM د A1 او/یا A2 کچو لپاره د اوکراین د جګړې څخه تښتیدلي خلکو ته د بلغاریا ژبې ټولګي ترسره کوي.
ټولګي د هغو مهاجرینو لپاره مناسب دي چې په بلغاریا کې په قانوني توګه اوسیږي او همدارنګه د پناه غوښتونکو او خلکو لپاره چې په هیواد کې یې نړیوال خوندیتوب ترلاسه کړی دی.
دا روزنه(ټرینینګ) د 120 اکاډیمیک ساعتونو څخه جوړه شوی ده او هر ګډون کوونکی د کورس په پای کې په بریالیتوب سره د آزموینې له پاسولو وروسته د اړوندې کچې لپاره د بلغاریا ژبې د مهارت سند(سرتیفیکیت) ترلاسه کوي.
ټولګي او درسونه تول وړیا په توګه دي!
په اوکراین کې د بحران په ځواب کې، IOM بلغاریا لاندې ډول ملاتړ چمتو کوي:
- روغتیایی خدماتو ته لاس رسی (د مثال په توګه، د مداخلو او درملو لپاره تادیه او ملګری)
- بیړني استوګنځي (تر 5 ورځو پورې)
- یو ځل مالي ملاتړ د زیان مننې د معیارونو پر بنسټ
- ټولنیزې مشورې او ټولنیزو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې ملاتړ؛
- د ښوونې او روزنې خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې اداري ملاتړ - وړکتون، د ماشومانو پاملرنې خدمتونه او ښوونځي
- د معلوماتو ناستې۰جلسی)، انفرادي او ډله ایزې مشورې؛
- د کار موندنې په برخه کې ملاتړ - د کار لټون او په بلغاریا کې د کار بازار ته د لاسرسي اسانتیا؛
- د هغو کورنیو لپاره چې د 7 او 14 کلونو ترمنځ ماشومان لري د خوړو والچرونه. (د هغو خلکو لپاره چې په اوکراین کې تر ټولو ناوړه اغېزمن شوي سیمو څخه راځي او مخکې له دې چې د IOM بلغاریا څخه مالي مرستې نه وي ترلاسه کړي)
- د بلغاریوی ژبې کورسونه
- د ژبې د ټولګیو برخه وګورئ
اسو کولی شئ د ملاقات وخت ونیسئ که تاسو غواړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې یو ژباړونکی (ترجمان) شتون لري.
د تلیفون له لارې هم ژباړه(ترجمه) شتون لري، په هغه صورت کې چې ستاسو د ژبې ژباړونکي په فزیکی توګه شتون ونلري
-
42.687634943085, 23.317201784659
42.504484291316, 27.463636645333
43.214341445499, 27.916011846073
-
پتهул. „Цар Асен” № 77, 1463
-
په محلي ژبه پتهСофия, ул. „Цар Асен” № 77, 1463
- ACCESSIBILITY
-
ټیلیفون+359 (2) 93 94 774
-
ژبې
-
فیسبوک
-
VISITING HOURS
Неделя Затворено Понеделник 09:00 am - 12:00 pm
01:00 pm - 06:00 pmВторник 09:00 am - 12:00 pm
01:00 pm - 06:00 pmСряда 09:00 am - 12:00 pm
01:00 pm - 06:00 pmЧетвъртък 09:00 am - 12:00 pm
01:00 pm - 06:00 pmПетък 09:00 am - 12:00 pm
01:00 pm - 06:00 pmСъбота Затворено